تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې د بهرنیو کارګرو موضوع پر سر ناندرۍ
جاپان به راتلونکې مياشت د رګبي نړيوالې اتلولۍ کوربه وي، او د راتلونکي کال اولمپيک لوبو کوربنۍ ته هم تياری نيسي، داسې حال کې چې لا اوس هم د کارګرو له نيمګړتيا سره مخامخ دي. د همدې تشې ډکولو لپاره لومړي وزير شېنزو ابې سږنی کال يو داسې قانون وړاندې کړ، چې له مخې به يې د ټيټې کچې مسلکونو ۳۴۵ زره کډوالو ته اجازه ورکوي، چې راتلونکو پنځو کلونو کې دغه هېواد ته ورشي. خو دې کار د کډوالۍ په اړه د حکومت يو بل پروګرام هم رابرسېره کړ، چې له ۱۹۹۹۰ مو کلونو راهيسې چلېږي، او د ناوړه ګټې او سرغړونو له امله یې نوم خورا بد شوی دی. بي بي سي موندلې چې دې پروګرام کې لويې نړيوالې سوداګريزې نښې هم ښکېلې وې.