چین د توپان په نژدې کېدو د خطر خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، EPA
چینایي چارواکو ختیځ ساحل کې له ټایوانه د تېر شوي یوه ځواکمن توپان د راتګ خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د سمندرغاړې سیمو ووځي.
د لیکیما توپان چې اوس په ساعت کې ۱۹۰ کیلومتره په چټکتیا ټایوان ګواښي او اټکل کېږي چې نن (شنبه اګسټ لسمه) به د چین سینکیانګ ایالت کې د ځمک ښوېیدنې لامل شي.
د چین د بیړنيو چارو وزارت په وینا، بېړنۍ ډلې سیمې ته استول شوي چې د مرستندویو کارونو لارښوونه وکړي.
د شانګهای سواحلو کې زرګونو خلکو ته نورو سیمو ته د وتلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د چهارشنبې تر سهاره د یانګزي سیند او ژېړ سیند د ختیځو برخو لپاره د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی. د جیانګسو او شانډونګ ولایتونو ته هم خطر شته.
کروز لاینرز ته ویل شوي چې شانګهای ته د دوی راتګ وځنډوي او د ریل ځیني خدمتونه د اونۍ په پای کې ځنډول شوي.
کروز لاینرز یو شرکت دی چې د کروز کښتۍ چلوي او خلکو ته په بحرونو یا سیندونو کې د کروز بازار جوړوي.
بیجینګ ځینې اورګاډي هم لغوه کړل چې د "یانګټز ډیلټا" سیمې ته ځي او راځي.
اوس لیکیما په لوېدیځ پسفیک کې له دوو توپانونو یو دی. نور ختیځ ماریانا ټاپوګانو او ګوام کې د کروسا توپان دروند باران خپروي. وړاندویونکو ویلي چې دا په شمال لوېدیځ کې په حرکت کې دی او ښايي راتلونکي اونۍ کې جاپان په نښه کړي.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته یو ځواکمن توپان راغی چې دا د سږکال د "لیکیما" نهم توپان دی.

د عکس سرچینه، AFP
دا د جمعې په ورځ د ټایوان شمال ته په خوځېدو و چې د الوتنو د لغوه کېدو، ښوونځیو او دفترونو د بندېدو لامل شو.
د ځايي رسنیو په وینا د ۴۰۰۰۰ څخه د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې او د ټایچنګ ښار په شمال کې د ریل خدمتونه ځنډول شوي.
دغه لوی توپان یوه ورځ وروسته له هغه راپورته شو چې ختیځ ټایوان ۶.۰ درجې زلزلې ولړزاوه.
کارپوهان وویل چې د زلزلې له امله د ځمک ښوېیدنې خطر ډېر امکان د ټایوان شمالي غرونو کې د توپان د ۹۰۰ ملي متره "۳۵ انچه" باران له امله رامنځته شوی.

"لیکیما" د جمعې په ورځ د جاپان سویل - لوېدیځ ته سخت بارانونه او چټک بادونه راوړل چې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کورونو ته یې برېښنا یې ټیټه کړې.
د چین د هوا پېژندنې اداره وايي، انتظار کېده چې ځمکې ته د را رسېدو پر مهال به لیکیما کمزورې شوې وي، دا هېواد د خبرداري څلور پړاویزه سیسټم لري چې په رنګونو کې پیژندل کېږي، سور رنګ یې بیا په کې تر ټول شدید ګڼل کېږي.








