ټرمپ: نور د برتانیا له سفیر سره کار نه کوو

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د برتانیا پر سفیر تر کلکې نیوکې وروسته ویلي، "نور له هغه سره کار نه کوو". سر کیم داروک په ځینو برېښنالیکونو کې د ټرمپ دولت "ناکارنده" بللی و.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې سر کیم داروک "په امریکا کې د خوښې سړی نه دی".
ټرمپ وروسته تر هغه دا ټویټ کړی چې د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي وو، له سر کیم سره موافقه نه ده، خو پر هغه "پوره باور" لري.
د لومړۍ وزیرې ویاند د سفیر د ایمېلونو افشا کېدل "کاملاً د نه منلو وړ" بللي دي.
ښاغلي ټرمپ وړاندې ددغو برېښنالیکونو په اړه ویلي وو "موږ ددغه سړي پلوي نه یو او هغه برتانیا ته په سمه توګه خدمت نه دی کړی".
په واشنګټن کې د برتانیا د سفیر په برېښنالیکونو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره "بې منطقه" څپ څپانده او ناکاره بلل شوې ده.
تېره میاشت د سر کیم داروک په یوه استول شوي پیغام کې د ایران په اړه د امریکا د دریځ "ناهمغږی او ګډوډوونکی" بلل شوی.
نوموړي په یوه ایمیل کې لیکلي، سپینه ماڼۍ د ټرمپ په واک کې ده چې "په ځانګړې توګه ناکاره" ده.

د عکس سرچینه، PA Media
سر کیم خبرداری ورکړی و چې د امریکا ولسمشر باید کم ونه ګڼل شي.
په ورته وخت کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افشا شوي برېښنالیکونه چې د یکشنبې په ورځ "مېل آن سنډې" خپرنۍ خپاره کړي، په "شیطنت" خپاره شوي، چې کره والی یې دروغ بللی دی.
په دغو ایمېلونو کې له ۲۰۱۷ پیل تر ننه برېښنالیکونه شامل دي.








