سعودي شرکت د بوینګ الوتکو پېرلو ۶ میلیارد ډالري معامله لغوه کړه

Flyadeal jet

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي يوې هوايي کرښې "فلای ادیل" د الوتکو جوړونکي بوېینګ شرکت د ۷۳۷ مکس ماډل دېرشو الوتکو د پېرلو غوښتنه لغوه کړې، چې ارزښت یې ۵٫۶ میلیارد ډالر ښودل شوی و.

دا پرېکړه په اېتوپیا کې څو میاشتې وړاندې د يوې ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې له غورځېدو وروسته شوې، چې ۳۴۶ کسان پکې ووژل شول.

تر هغه مخکې د تېر کال په اکتوبر کې اندونیزیا کې هم ورته الوتکه ولوېده.

له هغه وخت راهیسې ټولې بویېنګ ۷۳۷ ډوله الوتکې له الوتلو ودرول شوې، خو بویېنګ د الوتنې د شرکتونو د راضي کولو لپاره ځینې اصلاحات پیل کړل.

بویېنګ وايي "فلای ادیل" پرېکړه کړې چې د الوتکو لنډمهالي پېرلو غوښتنه نوره ونه غځوي.

ددغې معاملې د لومړي پړاو ارزښت ۵٫۶ میلیارد ډالر ښودل شوی دی.

دا مهال په سعودي کې حکومت اړوند هوايي شرکتونه مخکښ دي.

.

تېره اونۍ بویېنګ اعلان وکړ چې د الوتکه لوېدو کې د زیانمنو شویو مسافرو له کورنیو سره به ۱۰۰ میلیون ډالر د مرستې په توګه ورکړي.

د نړیوالو هوايي شرکتونو ټولنې تېره میاشت ویلي وو، د بویېنګ ۷۳۷ مکس ۲۰۰ الوتکو پېرلو هوډ لري. سعودي شرکت د بوېینګ الوتکو پېرلو غوښتنه لغوه کړه