د پاریس فېشن اونۍ کې افغان رنګونه

د ویډیو تشریح، د پاریس فېشن اونۍ کې افغان رنګونه

په لومړي ځل، سږ کال یوه افغان، د پاریس په فېشن اوونۍ کې چې د جون له ۳۰مې د جولای تر څلورمې روانه وه، خپل د کالو ننداره وړاندې کړه. د ډیزاینر نوید ایلیاس جامې چې په ځاځي ډیزاین یې مارکېټوي، د لویدیځ او ختیځ کلتورنو په الهام او تفسیر جوړې شوې وي. ښاغلی ایلیاس د خپل پلرني ټاټوبي ښکلاوې، او فکري، ټولنیز او سیاسي ناندرۍ د کالو په انځور کې خلکو ته بیانوي. زموږ همکاره شکېبا حبیب یې هم دې نوې نندارې ته ورغلې وه.