'چین کې ماشومان له کورنیو جلا کېږي'
بي بي سي داسې هیښوونکي شواهد موندلي دي چې ښيي چین په شېن جنګ سیمه کې له مسلمانو کورنیو د هغوی اولادونه بېلوي او په دولتي ښوونځیو کې یې ساتي. رسمي اسناد ښيي چې په ډېر شمېر لیله لروونکي ښوونځي جوړ شوي دي او تر دوو کلنو مسلمان ماشومان پکې ساتل کېږي. د چین پر حکومت نیوکه کوونکي وايي دا قصدي پالیسي ده چې یوغور لږکي یا اقلیت توکه په نښه کوي. هدف یې دا دی چې دوی له خپلو خلکو جلا کړي. زموږ همکار جان سدورت رپوټ لري.