د چین شينجيانګ کې سترګو لیدلی حال
د چين لوېديځ لرې پرته سيمه شينجيانګ يا ختيځ ترکستان کې تېرو څو کلونو کې جوماتونه او ديني ځايونه ويجاړېږي، او د داسې هڅو نښې هم ورسره زياتې شوې، چې ښيي بېجينګ غواړي پر مسلمانانو ولکه ټينګه کړي او عقيده يې وروځپي.
بي بي سي ته اجازه ورکړل شوې چې ديني ځايونو ته ورشي، او له جګپوړو اسلامي چارواکو سره يې خبرې کړې دي.
داسې حال کې چې چارواکي د هغو ادعاوو ردولو هڅه کوي، چې وايي دوی ديني ازادي ځپي. دلته چين کې د بي بي سي د خبريال جان سدوورت دوهم راپور ګورو چې دې سيمې ته ورغلی و.