"ایران ته د سولې وړاندیز په څېر د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګندونې"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي امريکا له ايران سره پرته له مخ شرطه خبرو اترو ته چمتو ده. ښاغلي پمپيو دا څرگندونې سويزرلنډ (سويس) ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې کولې.
سويزرلنډ (سويس) له ١٩٧٠ م کال راهيسې چې د امريکا د تهران سفارت کارکوونکي يرغمل شول، ايران کې د امريکا د ډيپلوماټيکو گټو استازيتوب کړى.
د امريکا او تهران ترمنځ د اوونيو ترينگلتيا له زياتېدا وروسته د مايک پمپيو دا څرگندونې، د سولې د وړانديز په څېر وې. خو د امريکا د بهرينو چارو وزير ايران سره له شرط پرته د خبرو وړانديز په دې وتړه چې دغه هېواد د ده په وينا ثابته کړي چې د يوه عادي ملت په توگه چلند کوي.
ښاغلي پمپيو همداراز زياته کړه چې هېواد به يې په همدې حال کې د ايران د مضرو فعاليتونو په شاه د تمبولو له هڅو لاس پر سر نشي.
ان که ايراني او امريکايي چارواکي سره خبرو اترو ته کيني دا نه ده څرگنده چې د څه په تړاو به سره وغږېږي.
ولسمشر ټرمپ له اټومي تړونه امريکا و ايسته چې د ولسمشر اوباما له ادارې سره د کلونو خبرو اترو وروسته لاسليک شو او موخه يې د ايران د اټومي پروگرام محدودول و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ايران وايي د دغه تړون په تړاو د بيا خبرو اړتيا نه گوري. سويزرلند ويلي چمتو دى چې يوځل بيا ايران او امريکا ترمنځ د منځگړي رول ولوبوي.
خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په څرگنده پر ايراني وگړو د امريکا د بنديزونو د اغېز په تړاو د خپل حکومت اندېښنه په ډاگه کړه.
خو ښاغلي پمپيو داسې هېڅ نښې نښانې څرگندې نه کړې چې د بنديزونو نرمولو لپاره دې د امريکا د نيت څرگندونه وکړي.








