د محمد علي جناح کړوسی جاپان کې له بنګو سره نیول شوی

نیس واډیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند مشهور کاروباري شخصیت نیس واډیا په جاپان کې له بنګو سره نیول شوی دی. نیس واډیا د پاکستان بنسټګر او لومړني ګورنر جنرل محمد علي جناح کړوسی او د ای پي ایل کرېکټ سیالیو یوې لوبډلې کینګز الیون پنجاب شریک څښتن دی.

جاپان پولیس وايي، نیس واډیا د مارچ میاشتې پر درېیمه نېټه له چیتوسا هوايي ډګره نیول شوی دی. د چارواکو په خبره نوموړي بنګ په جیب کې ساتلي و، چې د مخدره موادو موندونکي سپي په مرسته موندل شوي دي.

د جاپان دولتي رادیو (اېن اېچ کې) په رپوټ کې ویل شوي، نیس واډیا د ۲۵ ګرامه بنګو قاچاق په تور نیول شوی او د دوو کلونو ځنډول شوې زندان سزا ورکړل شوې ده.

له دې پېښې وروسته د نوموړي کرېکټ لوبډله هم له ستونزو سره مخامخ کېدای شي، چې مشهوره فلمي ممثله پریټي زنټا یې هم شریکه څښتنه ده.

د نیس واډیا انا دینا جناح (ښي اړخ ته) له خپل پلار محمد علي جناح او ترور فاطمه جناح سره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نیس واډیا انا دینا جناح (ښي اړخ ته) له خپل پلار محمد علي جناح او ترور فاطمه جناح سره

د رپوټ له مخې، ۴۷ کلن نیس واډيا چارواکو ته ویلي چې بنګ یې د شخصي استعمال لپاره ساتلي وو. نیس واډیا د هند مشهور پارسي کاروباري شخصیت نسلي واډیا زوی دی، چې د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د یوازینۍ لور دینا جناح زوی دی.

دینا جناح د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې له نویلي واډیا سره واده کړی و او د ۲۰۱۷ کال نومبر کې امریکا کې ومړه.

د نیس واډیا سوداګریز شرکت واډيا ګروپ وايي:

''نیس واډیا اوسمهال هند کې دی، پرېکړه څرګنده ده، دا د ځنډول شوې سزا خبره ده، ځکه نیس واډيا کولای شي خپله ټول مسوولیتونه تر سره کړي. ''

خو خپلواکو سرچینو تر اوسه داسې څه نه دي ویلي، چې نوموړی هند کې دی او که جاپان کې.

بل لور ته د ای پي ایل سیالیو اجراييه قانون له مخې د هېڅ یوې ډلې چارواکي داسې کړنې اجازه نه لري چې له مخې یې د ای پي ایل یا لوبې حیثیت ته زیان ورسېږي او له همدې کبله ماهرین وايي کېدای شي د نیس واډیا لوبډله له قانوني ستونزو سره مخامخ شي.

نیس واډیا او پریټي زنټا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نیس واډیا او پریټي زنټا د پنجاب کنګز الیون شریک څښتنان دي.

د هند دولتي خبري اژانس پي ټي ای په رپوټ کې ویل شوي، کېدای شي د اداري چارواکو کمېټۍ په هغه غونډه کې ښايي دغه موضوع رابرسېره شي، چې د روانې می میاشتې پر درېیمه بلل شوې ده، خو تر اوسمه معلومه نه ده، چې دغه موضوع به د ای پي ایل اخلاقیاتو کمېټۍ ته وسپارل شي که نه.

د نیس واډیا او پریټي زنټا تر منځ یو مهال د ملګرتیا رپوټونه ورکړل شوي وو، خو وروسته ۲۰۱۴ کال کې پریټي زنټا پر نوموړي د سپکاوي او کنځلو تور پورې کړ او د نوموړي خلاف یې پولیسو سره رپوټ ثبت کړ. خو ښاغلي واډیا هغه مهال دغه تورونه رد کړي وو.