د سودان مظاهرو ګډونواله چې د ملکې په نامه هم یاده شوه

د سودان پلازمېنه خرطوم کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال د دغې ښځې ویډیويي کلیپ واخیستل شو او پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو. ځینې کسانو د کانداکا په نامه یاده کړې چې لرغوني سودان کې به ملکې په همدې نامه یادېدې. د اټکلونو له مخې ویل کېږي د عمر البشیر حکومت ضد مظاهرو له دریو برخو دوې برخې ښځې وې.