ورځپاڼې: جعلي درمل هر کال ۲۵۰ زره ماشومان وژني

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
'ګارډین' ورځپاڼه هغه خبرداری خپور کړی چې وایي جعلي درمل په نړۍ کې د ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی او هر کال د ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند اخلي.
ورځپاڼه لیکي، ډاکټرانو د مضره درملنو د مخنیوي لپاره د بېړنیو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې. ورځپاڼه لیکي څېړنو ښودلې چې آن په ځینو داسې درملنو کې نور مواد لکه د پرېنټر رنګ لیدل شوي چې د ډېرو جدي ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
ګارډین زیاتوي، دا ډول پېښې هغو هېوادونو کې ډېرې کېږي چې درملنو ته اړتیا ډېره، خو د درملو د کیفیت د کنټرول لپاره څار کمزوری دی. دا چاره د ورځپاڼې په وینا مافیايي ډلو ته لاره پرانیزي چې خپله ګټه پورته کړي.
نیویارک ټایمز لیکي ایران غواړي د امریکا له اقتصادي بندیزونو ځان وساتي او په عراق کې خپل کاروبار پراخ کړي.
شیعه مشران د ایران له لاسوهنې شکایت کوي
ورځپاڼه زیاتوي په نجف کې د شیعه مذهبي ځایونو د پراخولو پروژو له تمویل نیولې او بیا د عراق د کورنیو چارو د وزیر په توګه د داسې یو چا ټاکل کېدل چې د ایران خوښ دی ټول هغه څه دي چې ښيي په عراق کې د ایران رول مخ په پراخېدو دی.
نیویارک ټایمز زیاتوي، د عراق د تېرکال په ټاکنو کې اصلي ګټونکی ایران و ځکه د دې ټاکنو په پایله کې هغه ګوندونه د اصلي واکدارانو په توګه رامخې ته شول چې د ولسي پاڅون مشهورو ملېشو سره یې تړاو درلود او دا ملېشې هغه ډلې دی چې اکثره یې له ایران سره اړیکي لري.
ورځپاڼې د عراق د پارلمان د پخواني مشر محمود المشهداني هغه خبره راخیستې چې وايي ایران وړوکی خو عقل یې ډېر دی او امریکا ستره خو عقل یې وړوکی دی، خو ځینې شیعه مشران هم د ایران له لاسوهنې شکایت کوي او ورسره مخالف دی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
آیت الله البدري نیویارک ټایمز ته ویلي ایران د عراق په سیاسي کې لاسوهنه کوي خو اقتصادي برخه کې پانګونه نه کوي.
ورځپاڼه لیکي ایران په دې نظر دی چې عراق د ایراني توکو لپاره تر ټولو ښه بازار دی او غواړي له دغه هېواد سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کجه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته ورسوي.
بل هدف دا دی چې د عراق په سوداګرۍ د ایران ونډه پر چین او ترکیې هم زیاته شي.
ایرانیان له عراقه تنخاګانې اخلي
د پارلمان یوه بل غړي ویلي هغه څه چې ایران یې کوي هغه له عراقه قراردادونه تر لاسه کوي او د دې معنی دا ده چې ایرانیان به له عراقه خپلې تنخاګانې اخلي او په خپله په عراق کې د دندو پیداکولو لپاره پانګونه نه کوي.
د ایران مخالفین وايي، ایران غواړي له عراق سره خپله سوداګرۍ پراخه کړي او د امریکا له بندیزونو ځان خلاص کړي.
ترکۍ ورځپاڼې 'ډیلي صباح' د ملګرو ملتونو د بشري څارونکي هغه اندېښنه بدرګه کړې چې وايي که بنګلادیش ته له میانماره راغلي مسلمان کډوال خپل یوه ټاپو ته واستوي نو دا به کېدای شي د کډوالو یو بل ناورین رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه لیکي، بنګلادیش غواړي ۲۳ زره روهنګي مسلمان کډوال یوه لرې پراته ټاپو ته ولېږدوي چې ویل کېږي د اوسېدو وړ نه دی. بنګلادیش وايي دا کار ځکه کوي چې په کاکس بازار پنډغالي کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده.
ډیلي صباح زیاتوي، ځینو مرستندویه ټولنو هم د بنګلادش له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دوی اندېښنه ښودلې چې دا نوی ټاپو د توپانونو په مقابل کې ډېر زیانمنونکی دی او څو زره کسان نه شي کېدای په یوه وخت کې هلته خوندي ژوند ولري.








