پیلوټ خوشي کېدل: د هند او پاکستان تر منځ به تاو تریخوالی کم شي؟
د هندي پيلوټ له خوشي کېدو مخکې، چې پاکستان نيولی، ګڼ شمېر هنديان د پنجاب واګه بندر سره پر پوله راغونډ شوي وو. د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون خپل پارلمان ته په ډاګه کړه، چې دا پیلوټ به د سولې يوې نښې په توګه نن جمعه خوشی کوي.
د هند پوځ د دغه ګام هرکلی کړی دی. د ابهینندن وارتهمان الوتکه د چارشنبې پر ورځ د کشمير لانجمنې سيمې د پاسه ويشتل شوې وه. دواړه هېوادونه د خپلمنځۍ ترينګلتيا سړولو لپاره تر فشار لاندې دي.