هغه مهال چې ایران کې اسلامي انقلاب وشو
ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې په مناسبت یو نوی، د اوږد واټن ویشتونکی توغندی په ډاګه کړ. ۴۰ کاله وړاندې، ایت الله خمیني ایران ته ستون شو او په انقلاب کې یې لویه ونډه درلوده. هماغه وخت له لویدیځ سره د دغه هېواد اړیکې ډېرې بدلې شوې. خپله ایت الله خمیني د ایران ستر مذهبي مشر شو. د بي بي سي نړیوالو چارو مشر جان سېمپسن دا هرڅه په خپلو سترګو ولیدل.