"د جاپان شهزادګۍ امپراتوري ولې نه غواړي؟ "

شهزادګۍ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، شهزادګۍ په کال ۱۹۹۳ کې له شهزاده ناروهیتو سره واده وکړ

د جاپان شهزادګۍ مساکو اوادا وایي، د خپلې امپراتورې کېدو په اړه ډاډه نه ده، خو د خپلو خلکو د چوپړ لپاره به پوره هڅه کوي. نوموړې دا څرګندونې د خپلې ۵۵مې کلیزې په مناسبت کړې دي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اپرېل میاشت کې د هغې مېړه شهزاده ناروهیتو د خپل پلار امپراتور اکیتو پر ځای نور امپراتور شي.

له دې سره به شهزادګۍ مساکو هم په اتومات ډول د جاپان امپراتوره شي.

اوسنی امپراتور اکیتو ۸۴ کلن دی او د خپل بد روغتیایي وضعیت له کبله غواړي چې نور واک خپل زوی ته وسپاري.

شهزادګۍ مساکو له څو کلونو راهیسې له ژور خپګانه کړېږي، خو وایي اوس یې وضعیت په ښه کېدو دی او له دې وروسته به شاهي مسوولیتونو ته ډېر وخت ورکوي.

نوموړې د امریکا په هارورډ او د انګلستان په اکسفورډ پوهنتونونو کې زده کړې کړې دي او پخوا دېپلوماته وه.

خو په ۱۹۹۳ کال کې له شهزاده ناروهیتو سره له واده وروسته یې هغه دنده پرېښوده.

شهزادګۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شهزادګۍ وایي، د راتلونکي رول په اړه یو څه بې باوره ده

خو داسې ویل کېږي چې شهزادګۍ په شاهي ژوند کې ارامه نه ده، او یو لامل یې دا دی چې د جاپان شاهي کورنۍ ډېره سختګیره ده.

ډاکټران یې وایي، نوموړې د ذهني نارامۍ له کبله نشي کولی له نوي چاپېریال یا مسوولیت سره ځان عیار کړي.

شهزادګۍ موساکو په یوه اعلامیه کې ویلي:

"د راتلونکو ورځو په اړه چې فکر کوم نو یو څه د بې باورۍ احساس لرم. نه پوهېږم تر کومه بریده به د خلکو چوپړ وکړای شم. خو پوره هڅه به کوم چې د هغوی خوشحالۍ ډېرې کړم".

خو ډاکټرانو یې خبرداری ورکړی چې شهزادګۍ باید خپلې درملنې ته پام وکړي، او باید ډېر فشار پرې را نه وړل شي.

پر شهزادګۍ مساکو له دې کبله نیوکې شوي چې ولې نارینه اولاد نه لري، خو شهزاده ناروهیتو ورسره ژمنه کړې چې ټول عمر به یې تر څنګ ولاړ وي او ساتنه به یې کوي.