یمن کې د سولې څرک
د یمن په جګړه کې ښکېلې غاړې، د سولې خبرو لپاره، له پنجشنبې راهیسې په سویډن کې سره راټول شوي دي. دا په دوو کلونو لومړی ځل دی چې د دې جګړې دواړه اړخه سره کښېني او خبرې کوي. په همدې موده کې زرګونه یمنیان مړه شوي دي او میلیونونه نور له ډېرې بدې لوږې سره مخامخ دي.