ملتپالنه پر اقلیمي بدلون اغېز کوي؟

د ویډیو تشریح، ملتپالنه پر اقلمیمي بدلون اغېز کوي؟

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې ډېرېدونکي ملتپاله دريځونه له اقلیمي بدولون سره مبارزه ټکنۍ کوي. یو رپوټ چې په روغتیايي ژورنال لانسټ کې خپور شوی دی وايي، د اقلیمي بدلون سره تړلې ګرمي، د نړۍ په لر وبر کې، روغتیايي خدمات ګواښلی شي، خو د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو له غونډې وړاندې چې په ارجنتاین کې کېږي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېڅ، بي بي سي ته وويل چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د nationalism یا ناسیونالیزم له ډېرېدو سره د اقلیمي بدلون سره مبارزې ته سیاسي هوډ کم کړی دی.