ټرمپ: د خاشقجي ورکېدو په اړه دې سعودي ځواب ووايي
ولسمشر ټرمپ ټینګه ژمنه کړې چې د سعودي تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي د قضيې جرړې ته ځان ورسوي. په ورته مهال د امریکا د ولسمشر لویو سلاکارانو جارډ کوشنر او جان بولټن او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي له ولیعهد سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هوکابي سنډرز وویل، جان بولټن او جارډ کوشنر په ټلېفوني تماس کې د جمال خاشقجي پر ورکېدو محمد بن سلمان ته خپله اندېښنه ښودلې ده.