د امریکا لومړۍ مېرمن افریقا کې څه کوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، کینیا کې مېرمن ټرمپ د یتیمو فیل بچیو د ساتلو مرکز ته د جمعې په ورځ ورغله او هلته یې یوه فیل ته په ډبي سره شیدې ور کړې.د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ ګانا، مالاوې، کینیا او مصر ته سفر لري.
دا یې ډېر مهم لومړنی بهرنی سفر دی، چې له ډونلډ ټرمپ پرته یې لري.
د سفر موخه یې هم د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره د ډېر پام اړول دي.
ښاغلی ټرمپ چې واکمن شوی، تراوسه افریقا ته نه دی تللی.
ویل کېږي هغه د ۲۰۱۷ کال پرورۍ کې څو افریقايي هېوادونه د ټټی سوړه بللي وو.
د رپوټونو له مخې افریقا ته د مېرمن ټرمپ د سفر یوه موخه د ناندریو کمول او د هېوادونو نږدې کول دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د مېرمن ټرمپ خولۍ په کینیا کې له نیوکو سره مخ شوه. نیوکګرو ویل چې دا خولۍ د ښکېلاک پر مهال کارېدله.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ خپل سفر د سې شنبې په ورځ د ګانا له پلازمېنې اکرا پیل کړ. هلته یې د ګانا لومړۍ مېرمنې سره ولیدل او یوه روغتیايي مرکز ته لاړه.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ګانا پلازمېنه اکرا کې لاسپلورې ښځې داسې ښکاري چې د ملانیا د موټرو کاروان په کیسه کې نه دي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ ګانا کې د سفر په دویمه ورځ هغه ځای ته لاړه چې مینځې یا غلامان ترې امریکا ته استول کېدل.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ په هغه ځای کې چې غلامان پکې پلورل کېدل وویل: کلونه پخوا چې څه پېښ شوي، په ریښتیا هم یو ناورین و.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د مېرمن ټرمپ سفر د ماشومانو د ژوند پر ښه والي ټول دی.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د مېرمن ملانیا سفر به له یوې اونۍ کم وخت کې بشپړ شي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ د مالاوې له لومړۍ مېرمنې ګرترود ماسه کو سره.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ مالاوې کې د ښوونځي زدکوونکو سره ولیدل.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ په مالاوې کې د ټولګي د درس پر مهال.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ مصر کې درې ګوني هرمونه ولیدل.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ د ابوالهول مجسمې څنګ ته
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ د مصر لومړۍ مېرمنې انتصار عامر سره انځورونه د رویټرز او اې اېف پي خبري اژانس دي.