سریلانکا کې ډله ییز قبر موندل شوی

د ویډیو تشریح، سریلانکا کې ډله ییز قبر موندل شوی

په سریلنکا کې فورنزېک یا د عدلي طب کارپوهان لګیا دي او هغه لسګونه سکېلېټنونه یا هډونه ګوري او د پېژندلو هڅه یې کوي چې د دغه هېواد په شمال کې، په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي دي. معلومه نه ده چې قربانیان څوک دي او څه ور شوي وو. په سریلنکا کې د تامیل پړانګانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ ۲۶ کاله جګړه وه چې لسګونه زره خلک پکې ووژل شول. دغه وروستی ډله ییز قبر هغو کارګرو موندلی دی چې په منار ښار کې یې، د یوې ودانۍ بنسټونه کنستل. بي بي سي د دې میاشتې په سر کې سیمې ته ورغلې وه.