میانمار کې د کډوالو جنسي ځورونې
په میانمر کې له پوځي عملیاتو یو کال وروسته ملګري ملتونه وايي نژدې نیم میلیون روهینجیايي کډوال د نسل ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. اوس هم سلګونه زره روهینجیایان د ګاونډي بنګلدیش له ګڼې ګوڼې په داسې ډکو کمپونو کې اوسېږي چې لومړنۍ اړتیاوې هم پکې نشته. هغوی چې له ګواښ سره مخامخ دي ډېری یې نجونې دي او ځینې یې له جنسي پلوه قرباني شوې دي. بي بي سي د بنګلدیش په کوکس بازار کې له کډوالو سره خبرې کړې دي.