مسلمان برتانوي پوځیان حج ته چمتوالی کوي
د برتانيا پوځ خپلو ليکو کې د بېلابېلو دينونو لا ډېرو کسانو نيولو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي. دا پرله پسې څلورم کال دی، چې د برتانيا پوځ د خپلو وسله والو ځواکونو مسلمان سرتېري د حج فريضې ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته استوي. د حج سفر پر مهال به بريتانوي سرتېري د سعودي د پوځ مېلمانه وي.