تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونیزیا کې زلزله
اندونيزيا کې د ژغورنې ډلې وايي وروسته له هغه چې د ځواکمنې زلزلې پايله کې یې لومبوک ټاپو کې له نړېدلو ودانيو يو سړی او يوه ښځه ژوندي را وايستل، هيله لري، نور ژوندي کسان هم ومومي. دوی د زرګونه نړېدلو ودانيو ترمنځ برمې او درانه ماشينونه کاروي، چې بندو شويو کسانو ته ورورسېدی شي. د پلونو نړېدو او مځکښويېدنو له امله ځينو سيمو ته رسېدا سخته شوې ده.