په نړۍ کې د ګرمۍ سخته څپه

د ویډیو تشریح، په نړۍ کې د ګرمۍ سخته څپه

لکه چې خبر یئ او ښايي احساس کړې مو هم وي، سږ کال ډېره ګرمي ده. د نړۍ په لروبر کې یې خلک پر سر اخیستي دي. نه یوازې توده هوا بلکې وچکالي او ځنګلیز اورونه هم ورسره مله دي. له ګرمۍ سره تړولو مړینو په اړه یې هم اندېښنه راپورته کړې ده. اټکل دا دی چې ګرمي به په راتلونکي کې بیخي ډېره شي نو خپل کورونه څنګه ورسره عیارولی شو؟ او څنګه دا یقیني کولی شو چې په بده ورځ کې به تازه اوبه لرو؟ په دې رپوټ کې یې په اړه ځینې سپارښتنې راټولې شوې دي.