تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونان کې اور لګېدنې لسګونه کسان وژلي
ګومان کېږي چې تر ۶۰ ډېر کسان، په یونان کې، د پراخې اور لګېدنې له امله مړه شوي وي. دا په لسو کلونو کې د دغه هېواد تر ټولو بده پېښه ده. تر ټولو ځپل شوې سیمه، اتنز ته نژدې، اتیکا ده. بل ځای چې ډېر بد اغېزمن شوی دی، متي نومېږي. همدا له پلازمېنې ۳۰ کیلو متره لرې دی. اوس په دغه هېواد کې شته ټول د بېړنیو خدماتو ادارې لګیا دي چې څنګه اور مړ کړي او ترې اغېزمن شویو ته ورسېږي.