تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ټاکنو کې د لږکيو ونډه
پاکستان کې د قومي او صوبايي اسمبليو ټاکنې د جولای پر ۲۵ مه کېږي. پلازمېنه اسلام آباد کې د قومي اسمبلۍ له ټولو ۳۴۲ څوکيو به يې د ۲۷۲ لپاره د بېلابېلو ګوندونو او هم ازادو نوماندانو ترمنځ سره سيالۍ کېږي. ۶۰ يې د ښځو لپاره او يوازې ۱۰ څوکۍ یې بيا د بېلابېلو لږکيو لپاره ځانګړې شوې دي.
خيبر پښتونخوا کې زرګونه سک او مسيحي لږکي ژوند کوي. د دوی شکايت دا دی ګنې هغه برخه چې دوی لپاره قومي او صوبايي اسمبليو کې ځانګړې شوې، کمه ده. رحمان الله پښتونخوا کې د لږکيو ټاکنيزو هلو ځلو او اندېښنو په اړه دا راپور رالېږلی.