د اوبو ضايع کېدو مخنيوى څنگه کېدى شي؟
ملګري ملتونه وايي تېرو څو لسيزو کې په نړيواله کچه د اوبو غوښت هر کال يو سلنه په مخ زیاتېدو دی، لامل يې هم د وګړو شمېر زياتوالی، اقتصادي پرمختيا او د اوبو لګولو د بڼې بدلون بللی دی.
دوی وايي د اوبو غوښتنه به نژدې راتلونکي کې همداسې مخ پر بره روانه وي. تېره څه موده پرله پسې ډول د افغانستان او هم پاکستان لويو ښارونو کې د اوبو د کمي اندېښنې څرګندې شوې، چې د توان څښتنان په کې د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره د ژورو څاګانو کيندلو ته مخه کوي.
د افغانستان ښارونو کې لا د نلونو له لارې د اوبو رسولو شبکه نه ده فعاله، ځينې نورو سيمو کې بيا د وچکالۍ له امله ډېر خلک له خپلو سيمو کوچېدلي دي. اوس تر هر بل وخت ډېر د اوبو کنټرول او تنظيمولو غږونه یې هم کېږي.
ستاسې غږ ننۍ خپرونه کې هم پر دې خبرې کوو چې د اوبو سرچينې څنګه تنظيمېدی، او د ضايع کېدو مخنيوى يې څنگه کېدى شي؟