"د طالبانو تر ټولو غوره جنګیالي ایران روزي"

د عکس سرچینه، ZabihullahM/Twitter
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
بريتانيوۍ ټايمز ورځپاڼې "د طالبانو تر ټولو ښه جنگيالي په ايران کې روزل کېږي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.
ورځپاڼه وايي طالب او افغان چارواکو دغې ورځپاڼې ته ويلي چې سلگونه طالب وسلوال د ايران د ځانگړو ځواکونو په پوځي اکاډميو کې روزل کېږي او دا طالبانو سره د ايران د ملاتړ ډېرېدا يوه مهمه برخه ده.
ورځپاڼه وايي دا ځل د طالب جنگياليو د روزنې کچه، کيفيت او موده بې مخينې دي. ورځپاڼه زياتوي دا نه يوازې په افغانستان کې د ايران او امريکا ترمنځ د نيابتي جگړې بدلون دى چې د افغان جگړې پر پايلې د اغېز شېندلو په برخه کې د ايران په وړتيا کې د باالقوه بدلون څرگندونه کوي.
ورځپاڼې د طالبانو د کوېټې شورا يوۀ سياسي سلاکار په وينا ليکلي چې د روزنې د نوي وړانديز په بدل کې له موږ د ايران غوښتنه دا وه چې خپل بريدونه ډېر د ناټو او امريکا پر گټو ور ټول وساتو.
د نيوز انټرنېشنل:
پاکستانۍ د نيوز انټرنېشنل ورځپاڼې خپله سرليکنه يا سرمقاله نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ اړتيا ته ځانگړې کړې او ليکلي يې دي د روان ناڅرگند حالت په تړاو يو څه چې څرگند دى هغه دا دي، ترهگري په دغه سيمه کې ترهغه نشي ماتېداى چې افغانستان او پاکستان يې پر وړاندې په گډه مبارزه ونکړي.
ورځپاڼه وايي دواړو هېوادونو کې د فعالو ترهگرو ډلو شبکې گڼ تړاوونه سره لري او د سيمې جغرافيه شونې کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تگ راتگ وکړي.
ورځپاڼه وايي ښه خبر دا دى چې اوس داسې ځينې رپوټونه دي چې گواکې دواړو هېوادونو د ترهگرۍ پر وړاندې د گډې مبارزې رسمي هوکړه کړې. د ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر هم د دغې خبرې يادونه کړې خو جزييات يې نه دي ورکړي.
د ورځپاڼې سرليکنه دا هم وايي چې افغان حکومت اوسمهال له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دى چې ويل کېږي پاکستان يې هم ملاتړ کوي.
ټايمز اف انډيا:
ټايمز اف انډيا ورځپاڼې "ولې هندوان او سيکان په افغانستان او پاکستان کې په سيستماتيک يا منظم ډول په نښه کېږي؟" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او ننگرهار کې د تېرې ورځې شوي بريد په پلمه يې په دغو دواړو هېوادونو کې د هندو او سيک لږگيو ژوندانه ته کتنه کړې.
په دغه پېښه کې ولسي جرگې ته د يوازينې نوماند اوتار سنگ په گډون گڼ شمېر سيکان ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه وايي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم سيک او هندو وگړو ته ويل شوي و پر خپل مټ ژېړې پټۍ وتړي کټ مټ هماغسې چې نازيانو يهودان اړ کول چې ژېړ نښانونه پر خپلو جامو ولگوي.
ورځپاڼه وايي هندوان د منظم توپيري چلند له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول.
ورځپاڼه ادعا کوي چې اوس اسلامي دولت نومې ډله او پاکستاني استخباراتې ادارې افغانستان او د ډيورند کرښې پورې غاړه پاتې هندو او سيک لږکي وژني. په پاکستان کې هم په دې وروستيو کې د هندو او سيک لږکيو څو تنه مشران په مرموز ډول وژل شوي خو پاکستاني ادارو دغه راز ادعاوې تل رد کړي دي.
ورځپاڼه وايي د ډيورند کرښې پاکستانۍ غاړه کې هندو او سيک لږکي په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.
انډېپنډنټ:
بريتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډنټ هم د ننگرهار په بريد کې د هندو او سيک لږکيو د وژل کېدو په تړاو افغانستان کې د هندو او سيکانو د شورا د منشي تېجوير سنگ وينا راخيستې چې وايي دغه هېواد نور سيکانو لپاره خوندي ځاى نه دى.
تېجوير سنگ ورځپاڼې ته ويلي "ما ته څرگنده ده چې موږ نور دلته ژوند نشو کولاى. ترهگر زموږ مذهبي مراسم نشي زغملى، موږ افغانان يو، حکومت موږ په رسميت پېژني خو ترهگر موږ ځکه په نښه کوي چې موږ مسلمانان نه يو."








