تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
میانمار کې مرګونی کمپاین کوونکي جنرال ګوښه شوی
د میانمار پوځ وايي، هغه جنرال یې له دندې لرې کړی دی چې د روهېنجا مسلمانانو پر ضد یې مرګونی کمپاین پیل کړی و. د هماغه کمپاین له امله، تېر کال، ۷۰۰ زره روهېنجایان، له خپل هېواده وتښتېدل. دا خبر له هغه ورسته را ورسېد چې اروپايي ټولنې، په میانمر کې د روهېنجا مسلمانانو د ځپلو په جرم، د دغه هېواد د اوو پوځي کسان نومونه په تور لست کې واچول. کله چې تېر منی، روهېنجایان بنګله دېش ته وتښتېدل، نو ډېری داسې رپوټونه وو چې کواګې برمايي پوځ پر ښځو جنسي تېري کړې دي.