د مکسیکو د یوې سیمې ټول پولیس ونیول شول

د عکس سرچینه، AFP
د مکسیکو د اوکمپو مېنې یا ښارګوټي ټول پولیس د ښاروالۍ لپاره د یوه کاندید په وژنه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
څلور شپېته کلن فرننډو انګلز د پنجشنبې په ورځ د نامالومو کسانو له خوا ووژل شو.
د جولای په لومړۍ له ټولټاکنو مخکې تراوسه په دغه هېواد کې تر سلو ډېر سیاستوال وژل شوي دي.
ښاغلی انګل په لوېدیځ ایالت مشیوکن کې دریم سیاستوال دی چې یوه اونۍ کې وژل کېږي.
د یکشنبې په سهار فدرالي ځواکونو د دې مېنې ۲۷ پولیس او د ځايي عامه امنیت مرستیال ونیول.
ښاغلی انګل یو بریالی سوداګر و چې لږ سیاسي تجربه یې هم درلوده.
هغه خپلواک نوماند بلل کېده، که څه هم یو وخت د مکسیکو یوه مخکښ اصلي چپي ګوند ولسواک بدلون سره یو ځای شوی و.
د هغه یو نږدې ملګری میګول ملاګن له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي، هغه بې وزلي، ناانډولي او بډې نشوې زغملی، ځکه یې یې ځان نوماند کړ.
پلټونکو د اوکمپو د عامه امنیت مرستیال اوسکار ګونزالز ګریسیا د هغه په وژنه کې ښکېل بللی دی.
کله چې د مکسیکو فدرالي استازي د شنبې په ورځ سیمې ته ورسېدل او د هغه د نیولو هڅه یې وکړه، نو ځايي پولیس یې په مخ کې ولیدل.
دوی د یکشنبې په ورځ له نورو ځواکونو سره لاړ او دغه مرستیال او ټول پولیس یې ونیول.
څارنوالان دا پولیس او ښاغلی ګونزالز په سیمه کې له پلاني جنايي ډلو سره په لاس لرولو تورنوي.
مکسیکو کې راتلونکې یکشنبه د نوي ولسمشر، د مشرانو او ولسي جرګې د سناتورانو او وکیلانو لپاره ټاکنې کېږي.
په سیمه ییزه او ځايي کچه د دریو زرو څوکیو لپاره دا ټاکنې کېږي.








