په هندوراس کې الوتکه په منځ بېله شوه

په الوتکه کې سپاره کسان ټول روغ او سرسري ټپیان شوي. د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند، خو دغه هوایي ډګر د نړۍ یو تر ټولو خطرناک دی او په ۲۰۰۸ کې هم ورته پېښه شوې وه.

د لوېدلې الوتکه تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لږ تر لږه ۶ امریکایان د هندوراس په پلازمېنه کې د یوې الوتکې په رانسکورېدو کې ژوبل شوي.
د ماتې شوې الوتکې یوه برخه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه الوتکه د امریکا له تکزاس څخه والوتله او د هندوراس په تنکونتن هوایي ډګر کې له ځغاستلیکې ووتله.
الوتکه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ځینې سرچینې وايي په الوتکه کې نهه کسان وو، نورې بیا وایي چې په الوتکه کې ټولټال شپږ کسان وو چې ټول روغ دي.
ګالف سټریم ۲۰۰ الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوه عیني شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له الوتکې ټول راویستل شوي روغ دي.
الوتکه

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، د هندوراس د رسنیو د تصویرونو له مخې دغه الوتکه له منځ نیمه شوې.
الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تنکانتن هوایي ډګر شاوخوا غرونه دي او ځغاستلیکه یې ډېره لنډه ده، دا د نړۍ یو له خطرناکو هوایي ډګرونو څخه دی.
الوتکه

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، په ۲۰۰۸ کې په همدې ورته ځای کې یوه بله الوتکه وغورځېدله چې پکې سپاره پنځه کسان ټول ووژل شول.
الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هندوراس حکومت له پلازمینې ۵۰ کیلومتره لرې یو نوی هوایي ډګر جوړوي چې د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.