تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د نغدو پيسو کمښت
په افغانستان او پاکستان کې به مو حتما د اې ټيم اېم یا د بانک د پيسو ماشینونه ليدلي وي چې خلک ترې نغدې پیسې راوباسي. د هند په ګڼو ایالاتونو کې بیا د اې ټي اېم زرګونه ماشینونه له دې وجې تړل شوي چې نغدي پيسې په کې نشته.
حکومت وايي داستونزه لنډ مهالې ده خو مخالف سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې ورته ستونزه په لوی لاس تېر نومبر کې پر غټو نوټونو له بندیز وروسته هم جوړه شوې.