تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه کې بمبارۍ لا هم روانې دي،
روسيې د سوريې پلازمېنې دمشق سره نژدې ختيځه غوطه کې مخالفو جنګياليو او د هغوی کورنيو لپاره د خوندي وتلو لارې برابرولو وړانديز کړی دی. يوه ورځ مخکې بيا جګړې د مرستندويه لاريو کاروان دې ته اړ کړ، چې د مرستو رسولو خپلې چارې نيمګړې پرېږدي. د روسانو له دغه وړانديز سره، پر سيمه پرله پسې بمباريو د وتلو غوراوی ناشونی کړی دی. دا داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې اروزنه ښيي چې سږنی کال تر دې مهاله سوريه کې زر تنه ماشومان مړه شوي، او دا چې تر مځکې لاندې ژوند اوس په يو نوي عادي حالت اوښتی دی.