تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوبو لانجه
وېکټوريا ډنډ چې د نيل يوې برخې سرچينه جوړوي، افريقا کې د تازه اوبو تر ټولو لوی ډنډ بلل کېږي. دا ډنډ د دريو هېوادونو کېنيا، تانزانيا او يوګنډا ترمنځ دی. خو ساينسپوهان وايي برخليک يې تت، او اوبه يې په وچېدو دي. له اندازې زياتې کب نيونې او ککړتيا د کبانو زېرمو ته سخت زيان وراړولی، او د ميليونونو کب نيوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.