تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ښوونځي ډزو پېښې قربانیانو ته درناوی
امريکا کې د ښوونځي ډزو پېښه کې د قربانيانو ياد لپاره د شمعو بلولو درناوی، خو د وسلو لا سخت کنټرول غوښتنو پر وړاندې به غوږونه بيا هم کاڼه پاتې شي؟
د امريکا فلورېډا کې د هغو خلکو په ياد د درناوي شمعې بلې شوې وې، چې وړمه ورځ يوه ښوونځي کې د ډزو پېښه کې وژل شوي وو.
دې مراسمو کې د ټوپکو او وسلو لرلو پر وړاندې شعارونه ورکول کېدل، او هم د وسلو په اړه د لا سخت قانون پلی کولو غوښتنه کېده.
پر کانګرېس هم غږ شوی، چې يو ځل بيا دې د وسلو کنټرولو پر چاره بيا غور وکړي.
خو ولسمشر ټرمپ بيا تر دې مهاله د دې مسئلې له يادولو ډډه کړې، او يوازې يې د ښوونځيو خونديتابه تدبيرونو زياتولو خبره کړې ده.