د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته تاوتریخوالی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اسراییل پلازمېنې په توګه د بیت المقدس له رسمي پېژندنې وروسته غزه او د اسراییل له لوري نیول شوې لوېدیځه غاړه کې احتجاجونه شوي.
رپوټونو کې ویل شوي پېښو کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان ټپیان شوي دي، چې د یوه روغتیا ښه نه ده.
د ټرمپ نوي اعلان سره پر دغه حساسه موضوع د امریکا بهرنۍ پالیسي لسګونه کاله پخواني حالت ته وګرځېده او په نړیواله کچه یې غندنه شوې.
له هغه وروسته چې فلسطینیان لارو کوڅو ته د احتجاج لپاره ووتل او د سیمې بازارونه وتړل شول اسراييل حکومت لوېدیځې غاړې ته اضافي امنیتي ځواکونه لېږلي دي.
احتجاج کوونکو ټایرونو ته اور ورته کړ، د ډبرو ګوزارونه یې وکړل او اسراييل پولیسو اوښکې بهونکی ګاز وکارواه، د ربړینو او اصلي مرمیو ګوزارونه یې وکړل.
د اسراییل پوځ په خبره له غزې نه دوه توغندي د اسراییل پر لور توغول شوي، خو هدف ته نه دي رسېدلي.

د عکس سرچینه، AFP
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي فلسطینیانو د پولي اغزن تار له بل لوري د ډبر ګوزارونه کړي او اسراییل پوځیانو پرې ډزې کړې دي.
د واشنګټن ډېرو نژدې متحدینو ویلي دوی له دغې پرېکړې سرا موافق نه دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا او عرب لیګ ویلي، دغې پرېکړې ته د غبرګون لپاره به راتلونکو څو ورځو کې غونډې وکړي.
له دې مخکې د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ګڼو مشرانو د ټرمپ پر دغه ګام نیوکه کړې چې په وینا یې دداسې تاوتریخوالي لامل به وګرځي چې ډېرې وینې به پکې وبهېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر او د جاپان استازي ویلي، دغه شورا اوس د ټرمپ د پرېکړې په اړه بېړنۍ ناسته کوي.
رویټرز خبري اژانس د دیپلوماتانو له خولې ویلي، اتو دولتونو (فرانسې، بولیویا، مصر، ایټالیا، سنیګال، سویډن، بریتانیا او یوروګوای) د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش د امنیت شورا مخکې د خپل دریځ روښانه کولو غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې فلسطیني ډلو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ لوېدیځه تراډه، غزه او قدس کې د عمومي لاریون غوښتنه کړې چې ودې شي تاوتریخوالی هم پکې رامنځ ته شي.
وړاندې ټرمپ ویلي وو قدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، چې په وینا یې دا کار په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر لپاره "ډېر ځنډول" شوی و .
ټرمپ ټینګار کړی که اسرائیل او فلسطینیان د دوو دولتونو حل لار ومني، نو امریکا به یې ملاتړ وکړي.
نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته له تل ابیب څخه قدس ته د خپل سفارت د لېږدولو د چمتووالي امر کړی.
فلسطینیان
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دا ګام د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د څو لسیزو د سولې له خبرو د امریکا د وتلو په معنا تعبیر کړی.
دی وايي: "قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندل د دواړو دولتونو د منحل کېدو فرصت له منځه وړي".
"قدس د فلسطین تلپاتې پلازمېنه ده".
د اسلامي مقاومت د حرکت (حماس) مشر ویلي، فلسطیني ولس په داسې ځای کې دی چې ددغې دسیسې منل ورته ګران دي او یوازې له خپلې خاورې او مقدساتو د دفاع غوراوی ورپاتې دی.
اسمعیل هنیه ویلي: "فلسطینیان چې هرځای وي، د دې دسیسې پوره کېدو ته به اجازه ورنه کړي او له خپلې خاورې د دفاع پخاطر به د سپېڅلو ځایونو ساتنه وکړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلیان
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د ټرمپ خبرپاڼه یو تاریخي "بدلون" دی. هغه دا پرېکړه یو "عادلانه او زړور" تصمیم بللی.
د اسرائیلو لومړی وزیر زیاتوي، دا خبرې "د سولې لور ته مهم ګام و، ځکه یوازې هغه سوله د منلو وړ ده چې قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژندل شي."
هغه ټینګار وکړ چې دا ښار "کابو ۷۰ کاله د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پاتې شوی."

د عکس سرچینه، AFP
اسلامي نړۍ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، دا یوه "ناعادلانه" پرېکړه ده.
نوموړي پر ټویټر لیکلي: "دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړو خلاف کار دی".
سعودي عربستان ویلي، د ټرمپ ددغه ناقانونه او نامسؤولانه ګام پایلې به خطرناکې وي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، دا ګام به په سیمه کې وضعیت لا پسې کړکېچن کړي او په منځني ختیځ کې به د سولې فرصت له منځه یوسي.
عربي ټولنې هم د ټرمپ دا پرېکړه خطرناکه بللې او د سولې خبرو کې یې د امریکا راتلونکی رول مشکوک او ناباوري ګڼلی.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

د عکس سرچینه، EPA
په ورته وخت کې د اردن پاچا ملک عبدالله ویلي، دا پرېکړه د نړیوال مشروعیت له منځه وړل او د ملګرو ملتونو د میثاق ماتول دي.
د لبنان پاچا میشل عون هم ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د سولې بهیر ګډوډوي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ټرمپ دغه پرېکړه د سولې د هڅو د اعدامولو په معنا ده.
نړیواله ټولنه
د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، موږ تل قدس د یوې وروستۍ مسالې په توګه پېژنو، چې پربنسټ یې د دواړو خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو ټکی بولو.
اروپايي ټولنې هم د دواړو دولتونو د منحلېدو پر لور د سولې د خبرو پیلېدل غوښتي، چې وايي د لانجې د هواري لپاره باید قدس د دواړو دولتونو پلازمېنه شي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ټرمپ دا پرېکړه اندېښمنوونکې بللې ده.

چین او روسیې هم د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه وېره ښودلې.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي، "بریتانیا د ټرمپ له دغې پرېکړې سره موافقه نه ده"، چې په وینا یې "په اسرائیلو کې به د بریتانیا سفارت تل ابیب کې وي او هلته یې د لېږدېدو هېڅ پلان نه شته".










