د هند او پاکستان تر منځ سوداګري

په پاکستان کې دا څو میاشتې کېږي چې د رومیانو په ګډون د ورته خوراکي توکو، بیې اسمان ته ختلي دي خو په ګاونډ هند کې هم توکي ډېر دي او هم یې بیې ټیټي دي. ستونزه دا ده چې هندیان خپل توکي پاکستان ته نشي وړلی.

دلیل یې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې دي چې د ډېرو په خبره، پر ورځني ژوند یې ډېر بد اغېز کړی دی.