تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیمبابوې: واک د پوځ لاس کې دی، موګابې خوندي دی
د زمبابوې پلازمېنې په لارو کوڅو کې زغروال ګاډي او سرتېري ګزمې کوي او پوځ له تېرې شپې راهیسې دولتي رادیو تلویزیون نیولی دی. په هرارې کې د ډزو او چاودنو غږ هم اورېدل شوی دی. یو جنرال پر دولتي تلویزیون په پوځي جامه کې راښکاره شو او ویې ویل دا کودتا نه ده، ولسمشر موګابې او کورنۍ یې خوندي دي. پوځ وايي دوی د ولسمشر شاوخوا مجرمان په نخښه کوي. د سویلي افریقا ولسمشر جوکوب زوما ویلي ده له ښآغلي موګابې سره په تیلې فون خبرې کړي او هغه په کور کې دی. داسې ښکاري چې د ده د ګوند خپل غړي دی د واک له ګدۍ لرې کوي.