"د افغان هوايي ځواک په پښو درېدلو ته اوږده لار په مخ کې ده"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، RS

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د هوايي ځواک په اړه یو مطلب کې لیکي چې د امریکا له خوا د افغان هوايي ځواک په پښو درېدلو ته اوږده لار په مخ کې ده.

امریکا غواړي افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک ډوله چورلکې ورکړي چې څو ډوله دندې تر سره کولی شي او دا چورلکې به د روسي هغو ځای ونیسي.

خو ورځپاڼه وايي د دغې طرحې عملي کول وخت غواړي او اوږدې مودې ته اړتیا ده چې د دغو چورلکو اغیز د جګړې په ډګر کې ولیدل شي.

بله ستونزه د ورځپاڼې په وینا د افغان پيلوټانو روزنه ده چې په هرو درې میاشتو کې شپږ تنه روزل کیږي.

په ورته وخت کې اړتیا ده چې له روسي الوتکو هم کار واخستل شي، یعنې نه شي کېدی چې یو مخ له روسي الوتکو لاس واخستل شي.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله وايي چې په پام کې ده تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان پیلوټانو ۳۲ ګروپه دندې اجرا کولو ته چمتو شي او د پلان له مخې ټول ۱۵۹ ګروپونه به تر ۲۰۲۲ کال پورې عملي کار پیل کړي.

ورځپاڼه وايي، دا چاره ټکنۍ مخ ته روانه ده خو د جګړې قوماندانان وايي چورلکو ته د جګړې په میدان کې اړتیا ډیره ده چې د یاغیانو بریدونه په شا وتمبول شي.

البناء:

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعد حریري وايي، ژر به خپل هېواد ته ستون شي.

ډیرو عربي ورځپاڼې د لبنان د لومړي وزیر د استعفا او له د ې امله د رامنځته شویو ناندریو په اړه مطالب خپار کړي.

له دې ډلې د لبنانۍ ورځپاڼې البناء په یوه مطلب کې ویل شوي لبنانیانو ته پکار ده چې د اختلافي مسایلو په اړه جدي خپل منځي خبرې وکړي، دا سې خبرې چې یووالی خوندي کړي او د لبنان ټیکاو وساتي.

بله لبنانۍ ورځپاڼه الاخبار په یوه مطلب کې سعودي ته د نیوکې ګوته نیسي او د مطلب لیکوال زیاتوي سعودي د سعد حریري په اړه نه یوازې دا چې د لبنانیانو غوښتنې له پامه وغورځولې بلکې د مشر په توګه هغه د ورور بهاء حریري د رامخې ته کولو هڅې هم کوي.

قطرۍ ورځپاڼې القطریة پوښتنه کوي چې د لبنان په اړه د سعودي د وروستي دریځ هدف څه کېدای شي ؟ بیا اټکل کوي چې ایا هدف دا دی چې ملک سلمان له واکه لرې او پر ځای یې زوی پاچاهي تر لاسه کړي، د ورځپاڼې د ادعا له مخې هدف دا دی چې پام بل لورته واړول شي او محمد بن سلمان واک تر لاسه کړي.

اکسپرېس ټریبیون:

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټریبیون افغان چارواکي او سوداګر خوشال دي چې پر کراچۍ بندر یې تکیه کمه شوې او له دې وروسته به د افغانستان ډیر صادرات او واردات د ایران دچابهار بندر له لارې کیږي.

ورځپاڼه د غنمو هغې لومړنۍ بېړۍ ته اشاره کوي چې د همدې بندر له لارې افغانستان ته راوړل شول او د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ برخه ده .