تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکيه د کډوالو ټاټوبی
ترکيې زرګونه افغان اوزبک کډوالو ته سرپنا برابره کړې، په تېره بيا هغوی ته چې پر افغانستان د روسانو له يرغل وروسته پاکستان ته کډوال شوي وو. دغه افغان اوزبکان اوس د ترکيې په ټولنه کې ورګډ شوي دي. تېرو څو کلونو کې سوريه کې د جګړې له پراخېدو سره له درې ميليونو زيان سوريان هم ترکيې ته وراوښتي دي، ګڼ شمېر يې په ښاري سيمو کې اوسېږي، چې له ۲۵۰ زرو زيات يې د حکومت له لوري چلېدونکي پنډغالو کې ژوند کوي. د سوريې کډوالو پر ځايي اقتصاد او د ژوند پر لارو چارو هم اغېز کړی دی.