تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فلسطین فتح او حماس ډلې روغې جوړې ته سره ورسېدل
د نژدې لس کالو لانجې او ناخوښۍ وروسته فلسطیني فتح او حماس ډلو د روغې جوړې تړون سره کړی دی.
دوی تړون د مصر په قاهره وکړ. په دې تړون کې، په غزې کې د امنیتي، ادارو، او پولو ساتلو مسالې یادې شوي دي.
په غزه کې، خلکو د دې تړون هرکلی کړی دی. هغوی به په دې هیله وي چې دا تړون به یې د سیمې بد اقتصادي حالت یو څه ښه کړي.
له ۲۰۰۷ کال راهیسې، په غزه او لوېدیځه غاړه کې دوې جلا ډلې واکمنې دي. هغه مهال د فتح او حماس تر منځ مرګونې نښتې وشوې.
د فتح ډلې په استازيتوب، فلسطینی مشر، محمود عباس وايي د دې تړون هرکلی کوي. وايي دا د دې دواړو ډلو تر منځ د اختلاف د پای ته رسولو لپاره وروستی تړون دی.