د چيګوارا زوی څه کار کوي؟

په کیوبا کې د نړۍ د مشهور انقلابي شخصیت ایرنیستو رفايل چېګوارا د وژل کېدو ۵۰ کاله کېږي په ارجنټاین کې زېږېدلی دغه ډاکتر د کیوبا په انقلاب کې د فیډل کاسټرو تر څنګ جنګېدی چې په ۱۹۵۹ کال کې پوځي حکومت را وپرځوي.

که څه هم چې چېګوارا یو سوشلیسټ و خو اوس یې یو زوی شخصي کاروبار لري او په دغه ټاپو کې خلک پر موټر سایکل ګرځوي.