کورد ټولپوښتنه
د عراق کوردستان کې د خپلواکۍ له ټولپوښتنې وروسته د رايو شمېرنه روانه ده. دا ټولپوښتنه د کوردي چارواکو پر وړاندې د عراق حکومت او ګاونډيو هېوادونو له کلک مخالفت سره سره ترسره شوه. ډېر داسې برېښي چې دا رايه ورکونه به د کوردستان د خپلواکۍ پلوي وکړي، خو سملاسي به د بېلتون کومې هڅې ته لار هواره نه کړي.