پاکستان کې د روهېنگيا مسلمانانو سخت ژوند
پاکستان کې د روهېنګیانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زرو ته رسېږي، چې په ۷۰ او ۸۰ م لسیزو کې وروسته له هغه پاکستان ته ورغلل چې د برما پوځي واکمنو روهنګیانو ته د تابعیت له ورکړې ډډه وکړه.
خو داسې برېښي چې له کډوالۍ وروسته يې هم سوکالي په برخه نه شوه، له لسیزو وروسته بې برخلیکه دي او د بې وزلۍ ژوند تېروي.
خپلواک خبريال ضيا الرحمان پاکستان کې دروهېنگيانو د ژوندانه په تړاو زموږ له همکار يما بارز سره خبرې کړي دي