د امریکا، د تکزاس په هیوسټن ښار کې توپان
د امریکا، د تکزاس په هیوسټن ښار کې توپان ډېره ویجاړي جوړه کړې ده. تر اوسه پنځه کسان مړه او زرګونه نور ژغورل شوي.
د ښار ډېره سیمه اوبو لاندې کړې ده ځکه دغلته درې ورځې کېږي چې د هاروي په نامه توپان روان دی.
د هیوسټن ښار د امریکا تر ټولو څلورم لوی دی او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پرې ۷۶ سانتي متره باران ورېدلی دی. تر اوسه، د پنځو کسانو مړینه تایید شوې ده.
ژغورونکو ډلو هم تر دې مهاله دوه زره تنه ژغورلي دي.