هند، بنګله دېش او نیپال کې سیلابونو د میلیونونو خلکو پر ژوند اغېز کړی

سیمه کې د پشه کال ګڼو بارانونو له کبله سیلابونه راختلي او پر میلیونونو خلکو یې اغېز کړی دی

نېپال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند، نېپال او بنګله دېش کې په شېبو بارانونه اورېدلي او له هغه وروسته سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي. میلیونونه خلک له خپل کور، کلي وتلي او ځايي چارواکي سیمې ته د ورتګ هڅې کوي. دغه تصویر کې د نېپال سپتاري سیمه کې یو سړی وینو، چې له سیلاب ځپلې کروندې تېرېږي.
هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند کولیابور سیمه کې ځايي اوسېدونکي پر فیل ناست له سیلاب ځپلې سیمې تېرېږي. د هند دغه ختیځه سیمه کې میلیونونه خلک د ګڼو بارانو او سیلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.
نېپال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه تصویر کې د نېپال جانکپور سیمه له پاسه لیدل کېږي. د سیمې لارې او پلونه سیلاب لاهو کړي دي، چې له کبله د مرستندویان ورتګ ټکنی شوی دی.
دغه تصویر کې د دغه هېواد شمال کې ځايي خلک د سیلاب اوبو ته ګوري، چې د یوه کور څنګ ته تېرېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له څو ورځو پرلپسې بارانونو وروسته د بنګله دېش ډېرو سیندونو کې اوبه د خطر له کچې پورته بهیږي. دغه تصویر کې د دغه هېواد شمال کې ځايي خلک د سیلاب اوبو ته ګوري، چې د یوه کور څنګ ته تېرېږي.
د هند شمال ختیځ تريپورا ایالت مرکزي ښار اګرتله ښار پر یوه سړک ځايي اوسېدونکی له سیلابي اوبو تېرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند شمال ختیځ تريپورا ایالت مرکزي ښار اګرتله ښار پر یوه سړک ځايي اوسېدونکی له سیلابي اوبو تېرېږي.
د نیپال بیرګنج پارسا سیمه کې د سیمې اوسېدونکي له یوه بل سره له اوبو تېرېدو کې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نیپال بیرګنج پارسا سیمه کې د سیمې اوسېدونکي له یوه بل سره له اوبو تېرېدو کې مرسته کوي.