د چين هوی مسلمان قوم پېژنئ؟
د چين هوی قوم په اړه يو نوی فېلم راوتی، چې د دغو مسلمانو لږکيو د ژوند کمساری څرک ګڼل کېږي.
او يو فېلم چې نوی خپور شوی، نايف اېن دا کلير واتر، يا رڼو اوبو کې چاړه، د چين هوی مسلمانو وګړو ژوند ته يو کمساری څرک وړاندې کوي.
هوي پر اويغور سربېره يو بل مسلمان توکم دی، چې چين کې ژوند کوي.
بي بي سي د دغه فېلم له ډايرېکټر وانګ شوې بو، سره خبرې کړې دي.