تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې جنوبي افریقا کې پر شخصي امنیت میلیونونه ډالر لګېږي؟
د جنوبي افريقا وګړي کورونو کې پر خپل امنيت او خونديتوب ميليونونه لګوي، ګورو چې د امنيت ساتلو کاروبار په کې څنګه په غوړېدو دی.
لوړ دېوالونه چې د پاسه پرې اغزن مزي لګېدلي، پېک اپ زغروالو ګاډو کې ګزمې، او داسې نښې چې پر ملکيتونو له بريدونو د شونو مجرمانو مخنيوی کوي، لومړي داسې څه دي، چې جنوبي افريقا ته ورتلونکي کسان پرې تبصرې او بحثونه کوي.
د دغه هېواد شخصي امنيتي صنعت، نړۍ کې د كس سر څلورم تر ټولو لوی ګڼل کېږي.
د جنوبي افريقا وګړي د خپلو ځانونو او کورونو ساتنې لپاره د کال له درې ميليارډ ډالرو زياتې پيسې لګوي.
د شخصي امنيتي فعاليتي اړخونو شمېر اوس په ګډه د پوليس افسرانو او سرتېرو دوه برابره دی.