د نړۍ تر ټولو لوی طبیعي نغری

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
تاسو به د نړۍ تر ټولو لوی طبیعي زورور نغري په لیدلو هیښ نه شئ، دا نغری د دودیز زورور نغري په څېر نه دی، بلکې طبیعي نغری دی او په یوه لویه سیمه کې خپور شوی دی.
دا لیوه سیمه هم د منځنۍ اسیا د اذربایجان ابشرا ټاپووزمه ده.
ابشرا ټاپو وزمه هم د نړۍ تر ټولو لوی جهیل یا کسپین سمندرګي سره لګېدلې.
دې ټاپو وزمه کې د اذربایجان پلازمېنه او د منځنۍ اسیا ښکلی ښار باکو هم پروت دی.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
د باکو په اچیري سیمه کې ډول ډول هوټلونه شته، دلته شپه او ورځ له کور بهر د خوړلو کلتور دی.
په دودیز ډول خلک د ګډې(بوزې) غوښه کبابوي او له ډوډۍ سره یې خوري.
د هوټلونو له تنرونو د تازه پخېدونکو ډوډیو خوږ بوی خپرېږي.
خو دا د باکو ښار یا ابشرا ټاپووزمې کوم ځانګړی ښه والی نه دی، اصل خبره دا ده چې د دې ځای خلک له دې خبرې هم، نه وېرېږي چې د داسې سیمې اوسېدونکي دي چې د نړۍ تر ټولو لوی فشار لرونکی نغری ورته وايي.
دلته کله کله له ځمکې لمبې را پورته کېږي او د چکړو اورشیندي رامنځ ته کوي.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
ابشرا ټاپووژمه کې د ځمکې لاندې د طبیعي ګاز ډېرې زېرمې شته.
کله چې یې د میتان ګاز فشار ډېرېږي، نو وخت ناوخت د ځمکې نرم سر ته را وځي.
دا چټک ګاز له ځمکې داسې راوځي لکه د چکړو اورشیندی چې را وتلی وی.
اذربایجان کې له څلور سوو ډېر د خاورو اورشیندي شته.
د نړۍ له ټولو نږدې زر اورشیندو تر ټولو ډېر دلته دي.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
اپه دغه سیمه کې تر ډېره چادنې کېږي، دا په دودیز ډول خطرناکې نه دي، خو کله کله وېروونکې منظرې هم جوړوي.
پر ۲۰۰۱ کال له باکو ۱۵ کیلومتره لرې لوکبطن کې اورشیندي داسې چاودنه وکړه چې په اسمان کې سلګونه متره لوړ ې سپرغۍ لیدل کېدې، اسمان بشپړ له چکړو( خټو) او لوګي ډک و.
یوه چاودنه د ۲۰۱۷ کال د فرورۍ پر ۶ هم وشوه.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
د ټولې سیمې همدا حال دی، کله کله د ډېر ګاز له امله چاودنه کېږي، اور لګېږي.
له دې پېښو سره سره بیا هم په دغه سیمه کې له زرګونو کلونو راهیسې خلک اوسېږی.
له باکو نږدې ۶۴ کیلومتره لرې د (ګوبستان راک ارټ کلچرل لېنډ سکیپ) یا د ګوبستان د کاڼو هنري کلتور لرلید یې یوه بېلګه ده.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
دا لرغونې سیمه د یونسکو نړیوالو میراثونو نوملړ کې منل شوې.
پر دغو کاڼو نقاشي اوس هم لیدل کېږي چې له پنځو تر ۴۰ زرو کلونو پخوانۍ بلل کېږي.
له دې ښکاري چې له ټولو خطرو سره سره دلته له زرګونو کلونو راهیسې انسانان اوسېږي.
له نن نږدې دوه زره کاله مخکې پر دې ځمکه د زردشت دین پلیوني(پیرون) وو، زردشتیان اور د خدای نښه بولي.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
دوی باروي دي چې اور تر ټولو سپېڅلی څیز دی.
هغه مهال هم پر دغه ځمکه په خپله له ځمکې اور پورته کېده، دغه طبیعي عمل په نړۍ کې د لومړني توحیدي دین خورېدلو ته ځای برابر کړ.
د اذربایجان نوم هم له دې وجې دی. اذر مطلب اور دی.
دلته تر ټولو مشهور اورتون( اتشګاه یا اتشکده) هم د دې خبرې یوه بېلګه ده.
دا مهال ابشرا ټاپو وزمه د اور لګېدلو او د خاورو اورشیندو د قدرتي ښکلا له امله په نړۍ کې مشهوره ده، له لرې لرې ورته سیلانیان راځي.
له نن ۷۰ کاله مخکې یو چا پر یوه غونډۍ سیګرټ وغورځاوه، چې له امله یې اور ولګېد او تر اوسه بلېږي.
نږدې د لس متر مربع په دایره دلته تل اور وي.

د عکس سرچینه، KIT YENG CHAN
د خپلو طبیعي وسایلو په وجه اذربایجان چټکه وده کوي.
طبیعي ګاز او تېل ډېرې زېرمې لري. له دې ځای پر ۱۸۴۶ کال د اومو تېلو اېستل پیل شول، چې ډېر خطر هم لري.
خو ځايي خلک دا خبره کوي چې تر څو دوی له چکړنو(خټینو) اورشیندو لرې استوګن وي تر هغه کوم زیان نه ورسېږي.
اوسنی باکو ښار د پخواني کلتور او اوسمهال د ګډولې یوه بېلګه ده.
په ښار کې د اور پخوانی برج چې د لمبو په څېر ښکاري، د اوسمهال بېلګه ده، خو شاخوا ودانۍ یې د اذربایجان د پخواني کلتور خبرې کوي.








