د بريتانيا ټاکنې: د بېوزلو او شتمنو تر منځ توپير
داسې حال کې چې بريتانيا له اروپايي ټولنې وتلو ته تياری نيسي، بریتانويان د جون پر اتمه ټاکنو کې رايې ورکوي.
دا راتلونکې ټوله يوه اوونۍ به بي بي سي د ټاکنو د راپورونو لړۍ کې، هغه کيسې خپروي چې د بريتانيا لروبر سفر کې یې راغونډې کړې او له رايه ورکوونکو سره يې په کې خبرې کړې دي.
دې راپور بريتانيا کې د بېوزلو او شتمنو ترمنځ توپير ته کتنه شوې ده.