تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي ته د ټرمپ سفر
امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سعودي کې دی. نوموړی په ریاض کې د سعودي له پاچا سلمان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري. د مسلمانو هېوادونو یوې غونډې ته به وینا هم وکړي.
ښاغلی ټرمپ چې د ریاض هوايي ډګر ته له خپل مېرمنې ملانیا سره ورسېد، هرکلي ته یې خپله سعودی پاچا سلمان ورغلی و. بیا دواړه مشران د هرکلي یوې رسمي غونډې ته لاړل چې اسونو یې بدرګه کوله.